یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛په نوشکي کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر...

بلوچستان؛په نوشکي کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۹ تنو ته لوړ شوی

د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د تېرې ورځې د تېلو ټانکر چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پېښې له ځایه ۲۴ تنه د شدیدو سوځېدنو له امله د کراچۍ روغتون ته انتقال شوي وو، چې له ډلې یې یو شمېر د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

چارواکي وایي، مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک د یوه خراب شوي ټانکر د فلزکارۍ نندارې ته راټول شوي وو او ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه، چې له امله یې له ۶۰ زیات کسان ټپیان شول.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here