سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛په قلعه عبدالله کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

بلوچستان؛په قلعه عبدالله کې چاودنې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله ولسوالۍ، د ګلستان په سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

که څه هم ځینې پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې وسله‌والو د پوځیانو پر یوه مرکز برید کړی؛ خو د پولیسو په وینا چاودنه د یوه مارکیټ ترڅنګ شوې ده.

تراوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د دې چاودنې مسؤولیت نه دی منلی.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ټي‌ټي‌پي په برید کې د بلوچستان په تحصیل سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here