د بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، چې د چهارشنبې په شپه په دې ایالت کې په دوو جلا وسلهوالو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، شپږ کسان د ناڅرګندو وسلهوالو لخوا د کویټه-کراچۍ پر لویه لار، او اووه تنه د یوې کورنۍ غړي د صحبتپور په سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې وژل شوي دي.
د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د ګوادر د سیمې د معاون کمیشنر له قوله راپور ورکړی چې وسلهوالو بریدګرو د لویې لارې د بندولو وروسته، مسافر له موټره ښکته کړي او وژلي دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا برید د کومې ډلې لخوا ترسره شوی دی.
همداراز د قربانیانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

