پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛پر پولیسو او ودانیز شرکت برید کې لس کاریګر تښتول شوي

بلوچستان؛پر پولیسو او ودانیز شرکت برید کې لس کاریګر تښتول شوي

د بلوچستان په بارکهان او خضدار ولسوالیو کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه پولیس مرکز او ودانیز شرکت بریدونه کړي او شاوخوا ۱۰ کاریګر یې تښتولي دي.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري راپور ورکړی، چې په بارکهان کې له برید وروسته څلور کاریګر او په بله جلا پېښه کې شپږ نور کسان له سیمې وړل شوي دي.

د راپور له مخې، تښتول شوي کسان د موسی‌خېل او سند اوسېدونکي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here