د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې د بولیډه په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو پر یوه کور برید کړی، چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ځایي سرچینو او رسمي معلوماتو له مخې، بریدګرو لومړی پر کور د هاوان مرمۍ توغولې او وروسته یې پر کور جمعې ډزې کړي.
راپورونه وایي، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځینو جسدونه د اور له امله دومره سوځېدلي چې پېژندنه یې ستونزمنه شوې ده.
ځایي سرچینې وایي، د برید هدف د کور مالک عبدالحمید و، چې د حکومت پلوی شخصیت بلل کېده.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

