جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛وسله‌والو د پاکستاني پوځیانو درې پوستو کې ۲۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله...

بلوچستان؛وسله‌والو د پاکستاني پوځیانو درې پوستو کې ۲۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ د ګوارګو په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو درې پوستې هم‌مهاله د وسله‌والو له‌خوا تر سخت برید لاندې راغلي دي.

ځايي سرچینې وایي، په برید کې لږ تر لږه ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان دي او ۳ تنه لا هم لادرکه دي.

وسله‌والو، چې شمېر یې له ۸۰ تنو زیات ښودل شوی، د زامیاد ډوله ۱۱ موټرو په وسیله برید ترسره کړی.

دوی لومړی د پوستو مخابراتي وسایل له منځه وړي او بیا یې د چټک غبرګون ځواک کمین نیولی دی.

چارواکي وایي، د نښتې پر مهال لږ تر لږه ۸ بریدګر هم وژل شوي او جسدونه یې د خپلو ملګرو له خوا له سیمې ویستل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here