د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ ویلي چې وسلهوالو د پولیسو یوه پوسته سوځولې ده.
د هغه په وینا، په برید کې یو پولیس په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
کاکړ زیاتوي چې تر برید وروسته د پولیسو له لوري په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

