د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د سېشنبې په ورځ د کویټې پر لور روان جعفر اېکسپرېس اورګاډی د چاودنې ښکار شو، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شول.
د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې اورګاډی د سپیزینډ له سیمې څخه تېرېده.
د اورګاډي د چارواکو د معلوماتو له مخې، د چاودنې پر مهال په جعفر اېکسپرېس کې شاوخوا ۲۷۰ مساپر سپاره وو.
تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

