د بلوچستان د کوټې ښار په یوه امنیتي سیمه کې د سرحدي ځواکونو تاسیساتو ته څېرمه چاودنه رامنځته شوې چې په پایله کې یې د درېیو سرحدي سرتېرو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.
د بلوچستان د عامې روغتیا د وزیر په وینا، په پېښه کې ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي د چاودنې د نوعیت او د برید د عاملینو په اړه څېړنې روانې دي.

