شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهبلوڅ ملتپال پوځ؛د بلوچستان په مهرستان کې د ۸ پاکستاني کارګرانو د...

بلوڅ ملتپال پوځ؛د بلوچستان په مهرستان کې د ۸ پاکستاني کارګرانو د وژنې مسؤلیت منلی

د بلوڅ ملتپال پوځ په نوم یوې ډلې د سیستان بلوچستان په مهرستان کې پر اته پاکستاني وګړو د برید مسوولیت منلی دی.

په یاد برید کې د پنجاب ایالت اته وګړي وژل شوي وو.

یادې ډلې ویلي، چې دغو کسانو د ای ایس ای لپاره جاسوسي کوله او د دوی پټنځایونه یې په نښه کول.

دوی ویلي، چې دغه کسان یې له اوږدې مودې راهیسې تر څار لاندې وو.

د یادونې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د دغو کسانو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد د همغږې ستراتیژۍ د جوړولو غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here