بلومبرګ وایي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ یوه تونده ټیلیفوني اړیکه شوې، چې وروسته اسرائیل د لبنان سره د اوربند مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.
د معلوماتو له مخې، امریکا پر اسرائیل فشار راوړی څو د حزبالله پر ضد بریدونه کم کړي، ځکه وروستیو حملو کې ملکي تلفات زیات شوي وو.
راپورونه وایي، له دې اړیکې وروسته اسرائیل اعلان کړی چې له لبنان سره به د اوربند رسمي خبرې پیل کړي، چې دا په سیمه کې یو مهم ډیپلوماتیک پرمختګ بلل کېږي.
ویل کېږي چې واشنګټن مخکې له مخکې اسرائیل خبر کړی و چې لبنان به د اوربند په هوکړه کې شامل شي.

