شنبه, مارچ 7, 2026
Homeکورپاڼهبلومبرګ:د خلیج هېوادونو اقتصاد د ایران د جګړې له امله تر سخت...

بلومبرګ:د خلیج هېوادونو اقتصاد د ایران د جګړې له امله تر سخت فشار لاندې دی

په متحده عربي امارات کې مېشتو سوداګریزو کړیو او پانګه‌والو د ایران له جګړې وروسته د رامنځته شوي وضعیت له امله پر متحده ایالاتو سختې نیوکې پیل کړې دي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، دا نیوکې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو په ځواب کې ایران بریدونه وکړل، چې له امله یې د خلیج سیمې مالي بازارونه او اقتصاد اغېزمن شوي دي.

راپور وایي، اوسني وضعیت د خلیج د ثبات پر هغه دریځ منفي اغېزه کړې چې د نړیوالو پانګه‌والو لپاره ډېر مهم بلل کېده.

د راپور له مخې، په دوبۍ او ابوظبي کې بېلابېل اقتصادي سکتورونه له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي او د اکمالاتي ځنځیر یا سپلای چین بهیر هم اغېزمن شوی دی.

ویل کېږي که جګړه له یوې میاشتې زیاته وغځېږي، نو شرکتونه به د تولید او خدماتو په برخه کې له سختو پرېکړو سره مخ شي.

بلومبرګ زیاته کړې چې متحده عربي امارات، چې د ډونالډ ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، مخکې له دې ژمنه کړې وه چې په امریکا کې به شاوخوا ۱.۴ ټریلیون ډالره پانګونه وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here