بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ یا (BLA) د خپلو نویو عملیاتو «هیروف» د دوهم پړاو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې وسلهوال یې د بلوچستان د پلازمېنې کویټه په ګډون ګڼو ښارونو ته داخل شوي دي.
د دې ډلې له لوري په خپره شوې نوې ویډیو کې د BLA مشر بشیر زیب له جګړې ډګر څخه ښکاره شوی او بلوچ ځوانانو ته یې غږ کړی چې راووځي، د غورځنګ ملاتړ وکړي او د دوی په وینا «د ازادۍ مبارزې» برخه وګرځي.
نوموړي ویلي نن د بلوڅ قوم دپاره د ازادۍ او قربانۍ ورځ ده.
تر اوسه د پاکستاني حکومت یا امنیتي ادارو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو راپورونه ښيي چې په یو شمېر سیمو کې امنیتي حالت ترینګلی شوی.

