یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانبشیر احمد ته‌ینج:د بګرام د بېرته نیولو یوازینۍ لاره د دوستم مرسته...

بشیر احمد ته‌ینج:د بګرام د بېرته نیولو یوازینۍ لاره د دوستم مرسته ده

د حزب جنبش ملي لوړپوړي غړي بشیر احمد ته‌ینج ویلي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو یوازینۍ لاره د مارشال عبدالرشید دوستم په مرسته ممکنه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې غواړي له طالبانو نه د بګرام اډه بېرته واخلي.

ته‌ینج ویلي چې د دوستم په مشرۍ د همکارانو په هڅو سره د بګرام او افغانستان د آزادۍ زمینه برابریږي.

خو د هغه دا خبرې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو یوازې خیال بللی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here