برېتانیا اعلان کړی چې د روسیې د نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو په وړاندې به خپله دفاعي تګلاره په بنسټیز ډول بدله کړي.
دوی ویلي، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې تمرکز وشي، نه پر دودیز پوځ.
د بریټانیا لومړي وزیر کېير سټارمر ژمنه کړې چې د دفاع بودیجه به تر سړې جګړې وروسته تر ټولو لوړه کړي.
بریټانیا زیاته کړې، چې د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.
د یادونې ده چې د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.

