د بریتانیا لومړی وزیر کیایر ستارمر د غزې د بشري وضعیت له خرابېدو وروسته د کابینې بېړنۍ ناسته راغوښتې ده.
ګارډین ورځپاڼه وايي، ستارمر له هغه وروسته دا پرېکړه کړې چې د غزې د لوږې ځپلو ماشومانو انځورونه یې لیدلي.
سرچینې وايي، بریتانیا فلسطین په رسمیت پېژني؛ خو دقیق وخت یې نهدی ټاکل شوی.
په همدې حال کې، د غزې د اوربند خبرې له هغه وروسته ودرېدې چې امریکا حماس د خبرو په اړه په بد نیت تورن کړه.

