دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeکورپاڼهبریټانیا او فرانسې؛په سوریه کې د داعش پر مرکز هوايي بریدونه کړي...

بریټانیا او فرانسې؛په سوریه کې د داعش پر مرکز هوايي بریدونه کړي دي

د بریټانیا او فرانسې هوايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د سوریې په پالمیرا ښار کې د داعش پر یوه مهم مرکز هوايي بریدونه کړي دي.

د بریټانیا د دفاع وزارت ویلي، دغه بریدونه د شنبې په ورځ ترسره شوي او پکې د داعش د وسلو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دا بریدونه په داسې مهال شوي چې امریکا هم په وروستیو اوونیو کې په سوریه کې د داعش پر یو شمېر مرکزونو هوايي حملې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here