د بریټانیا د وارویک کراون محکمې یو ۲۳ کلن افغان پناهغوښتونکی، احمد ملاخیل، د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تېري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه تېر کال د جولای په ۲۲مه، د هغه له بریټانیا ته تر رسېدو یوازې څلور میاشتې وروسته رامنځته شوې.
تورن، نجلۍ له یوه پارک څخه ګوښه ځای ته بیولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.
پلټونکي وايي، چې تورن کس د خپل بانکي کارت له لارې وپېژندل شو، چې د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکړل شوی و.

