بریټانوي رسنۍ جي بي نیوز راپور ورکړی چې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له لیدنې وروسته پاکستان ته روان شوی دی.
د راپور له مخې، تمه ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې په اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره مخامخ خبرې ترسره شي.
ویل کېږي ونس به له ځانګړي استازي سټيو ویټکاف او د سپینې ماڼۍ له سلاکار جرډ کوشنر سره یوځای له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

