په بریتانیا کې د سختې یخنۍ له امله د تودوخې کچه تر منفي ۱۲ درجې سانتيګرېډ پورې راټیټه شوې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د نورفوک په مارهم سیمه کې تېره شپه تودوخه تر منفي ۱۲.۵ درجې پورې کمه شوې ده.
د شدیدې یخنۍ له امله د ماشومانو د کرسمس رخصتۍ اوږدې شوې او سلګونه ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.
همدارنګه د سړک، رېل او هوايي سفرونو پر مهال مسافر له ستونزو سره مخ دي.
راپورونه وايي چې په شمالي سکاټلنډ کې د واورې ورښت د اورګاډو پر تګ راتګ اغېز کړی او په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې لغوه شوې دي.

