پولیتیکو نشریې د بریتانیا د حکومت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې د بریتانیا سفارت په تهران کې په موقت ډول تړل شوی او دا مهال یې چارې په انلاین ډول پر مخ وړل کېږي.
د راپور له مخې، دغه پرېکړه په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله شوې ده.
د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې تر بل اعلان پورې ایران ته د هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.
بریتانیا همداراز خبرداری ورکړی چې بریتانیايي وګړي او دوهتابعیته بریتانیايي–ایراني کسان د نیول کېدو، پوښتنو ګروېږنو او زنداني کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.
د بریتانیا حکومت وایي، یوازې د بریتانیايي پاسپورټ لرل یا له بریتانیا سره هر ډول اړیکه لرل کولای شي د ایراني چارواکو لهخوا د نیول کېدو لامل شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې وضعیت له نږدې څاري او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

