د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې له اوکراین سره به د ۵۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کوي.
د دې مرستې ۳۵۰ میلیونه پونډه به لندن تمویل کړي او پاتې برخه ناروی ورکوي.
ویل شوي چې دا مرسته به د وسایطو، نظامي تجهیزاتو، رادار سیستمونو، د ټانک ضد ماینونو او بېپیلوټه الوتکو د ترمیم او ساتنې لګښتونه پوره کړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ویلي، دغه مرسته د اوکراین د پیاوړي دریځ لپاره مهمه ده څو پر پوتین فشار زیات شي او دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

