د امریکا سناتور برني سندرز پر وینزویلا د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت پر وروستي پوځي برید سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د اساسي قانون له مخې دا صلاحیت نه لري چې د کانګرس له اجازې پرته پر بل هېواد پوځي برید وکړي.
سندرز پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک له یوې تنخوا تر بلې تنخوا په سختۍ سره ژوند تېروي او له اقتصادي فشارونو سره مخ دي.
د هغه په وینا، ټرمپ باید پر بهرنیو پوځي ماجراجویو تمرکز پرېږدي او د خپلو خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، د وینزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام نه یوازې ناقانونه دی، بلکې د تېلو د لویو شرکتونو د ګټو د خوندي کولو هڅه هم بلل کېږي.
سندرز ټینګار کړی چې ټرمپ باید دا ډول پوځي کړنې ودروي او د جګړې پر ځای د کورنیو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.

