بدخشان ولایت کې د سرو زرو کان کې د خاورې د ښوېدو له امله درې کارګر وژل شوي دي.
ځایي چارواکي وایي، پېښه د دوشنبې په ورځ د غرمې پر ۱۲ بجو د کشم ولسوالۍ د ګنبډ په کلي کې رامنځته شوې ده.
د کشم ولسوالۍ ولسوال، حیاتالله محسن، ویلي چې د کان پر کارګرانو د خاورې ټوټه رالوېدلې، چې له امله یې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

