سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانبدخشان؛پر څړځای خپل منځي نښته کې د طالبانو حکومت درې تنه وژل...

بدخشان؛پر څړځای خپل منځي نښته کې د طالبانو حکومت درې تنه وژل شوي

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د طالبانو حکومت څو سیمه‌ییز قوماندانان د څړځای پر سر سره نښتي دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، دا نښته د کیب او پلر کلیو د طالب قوماندانانو تر منځ شوې، او جګړه څو ساعته روانه وه.

سرچینې زیاتوي، د طالبانو حکومت د پیښې سیمې ته چورلکې استولي او یو شمېر کلیوال یې نیولي دي.

په ورته وخت کې، په بدخشان کې د طالبانو او د خشخاش کروندګرو ترمنځ نښتې هم ډېرې شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here