سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانباوري سرچینې حماسه میډیا ته:طالب مشران د پاکستان پر ضد د جهاد...

باوري سرچینې حماسه میډیا ته:طالب مشران د پاکستان پر ضد د جهاد په فتوا سلا مشورې کوي

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې یو شمیر طالب مشرانو د پاکستان په ضد د جهاد پر فتوا سلامشورې پیل کړي دي.

یادې سرچینې ویلې چې ډیری طالب مشران د پاکستان ضد په فتوا موافق دي خو یوشمیر نور بیا د مصلحت له مخې د اوس لپاره د جهاد د فتوا د ورکړې مخالف دي.

دغې سرچینې چې د طالب مشرانو په غونډه کې برخه درلوده وویل که د پاکستان سره جګړه اوږده شي ښایي د پاکستان پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړل شي.

پاکستاني ځواکونو د تیرو څو ورځو راهیسې په افغان خاورې تېری پیل کړی او په ړندو بمباریو یې ګڼ ملکي خلک په نښه کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here