د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې د غزې بېګناه خلک باید د لوږې له امله ونه مري.
نوموړي ټینګار کړی چې خوراکي مرستې باید غزې ته پرېښودل شي، ځکه د خوړو او اوبو مخنیوی هېڅ توجیه نه لري.
اوباما همداراز د یرغمل شویو خوشې کول او د اسراییلي پوځ د عملیاتو درول د کړکېچ د حل لپاره اړین بللي.
بلخوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې غزه کې به د خوړو مرکزونه جوړ کړي او اسراییل باید د مرستو لارې خلاصې کړي.

