جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانایکسپرېس ټرېبیون:د تورخم بندیدو اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې سوداګرو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې...

ایکسپرېس ټرېبیون:د تورخم بندیدو اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې سوداګرو ته ۱۵۰مېلیونه کلدارې زیان اړولی

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون راپور ورکړی چې د تورخم د لارې تر بندېدو وروسته د اسلام‌اباد او راولپنډۍ عمده پلورونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د لویو سوداګرو د وینا له مخې، هر یو یې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه کلدارې تاوان کړی او د انارو، انګورو او سبزیجاتو بارونه یې له اونیو راهیسې تورخم کې بند پاتې دي.

راپور وایي، ډېری مېوې او سبزیجات د ځنډ له امله خراب شوي او یا بېرته افغانستان ته ستانه شوي، او افغان سوداګر پر دې دلیل له بېرته پیسې ورکولو انکار کوي چې بارونه یې د قرارداد مطابق لېږدولي دي.

پاکستاني سوداګر د دروازې د پرانیستو لپاره د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د عاجلو خبرو غوښتنه کوي، ځکه د سخت اقتصادي فشار له امله په ځایي بازارونو کې د کار د دوام لپاره درانه پورونه اخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here