د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ویاند ایمل فیضي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ارومچي کې وروستۍ خبرو هېڅ واقعي پایلې نه دي لرلې.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د چین هڅې د دواړو خواوو د نږدې کولو لپاره ارزښتناکې دي، خو پاکستان په هر ځل خبرو کې د فریب او ناسم معلوماتو کارول دوامداره ساتلي دي.
نوموړي ویلي، دا هماغه کړنه ده چې د تېرو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د وخت پر مهال څو ځله لیدل شوې ده، ځکه اصلي ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.
فیضي ټینګار کړی چې د پاکستان ادعاوې چې افغانستان د وسلهوالو ډلو پر ملاتړ تورنوي، ناسمې دي.
د هغه په وینا، د سولې او ثبات لپاره اړینه ده چې پاکستان له دغو فریبونو لاس واخلي، ځکه اوږدمهاله سوله به د سیمهییزو شخړو او د منځګړیتوب له لارې د نفوذ فرصتونه کم کړي.
ایمل فیضي همدارنګه ویلي چې سوله او ثبات په افغانستان کې د پاکستان د عامو خلکو لپاره ګواښ نه دی، بلکې د هغو سیاسي او پوځي جوړښتونو لپاره ګواښ دی چې د بېثباتۍ څخه ګټه پورته کوي.
په پای کې یې د چین له هڅو مننه کړې چې بیا هم د خبرو لپاره یې یو ډګر برابر کړی دی.

