شنبه, فبروري 28, 2026
Homeکورپاڼهایمانویل مکرون:روان تاوتریخوالی دې ودرول شي، ایران دې اټومي او توغندیز پروګرام...

ایمانویل مکرون:روان تاوتریخوالی دې ودرول شي، ایران دې اټومي او توغندیز پروګرام پای ته ورسوي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې رامنځته کېدل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي پایلې لري.

هغه ویلي چې په دې حساس پړاو کې د فرانسې د خاورې، وګړو او په منځني ختیځ کې د فرانسې د ګټو د خوندي کولو لپاره ټول لازم ګامونه پورته کېږي.

مکرون زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده، که اړتیا وي او که یې نږدې شریکان غوښتنه وکړي، د هغوی د ساتنې لپاره اړین امکانات وکاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې روان تاوتریخوالی د ټولو لپاره خطرناک دی او باید ودرول شي.

د هغه په خبره، د ایران حکومت باید درک کړي چې بله لار نه لري پرته له دې چې په رښتیني نیت خبرو اترو ته داخل شي، څو خپل اټومي او بالستیک پروګرامونه او همدارنګه سیمه‌ییزې بې‌ثباته کوونکې کړنې پای ته ورسوي.

هغه همداراز ویلي چې د ایران خلک باید وکولای شي خپل راتلونکی په ازاده توګه جوړ کړي، او زیاته یې کړه چې د اسلامي رژیم له خوا ترسره شوې وژنې هغه له مشروعیته غورځوي او باید واک بېرته خلکو ته وسپارل شي.

مکرون ټینګار کړی چې فرانسه، د خپلو اصولو او نړیوالو مسوولیتونو ته په پام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کوي او له خپلو اروپایي شریکانو او په منځني ختیځ کې له ملګرو هېوادونو سره په نږدې تماس کې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here