د ټېسلا او سپېساېکس مشر ایلیون ماسک ویلي، چې هغه د امریکا د «Insurrection Act» یا د شور او پاڅون قانون د تطبیق ملاتړ کوي، څو په مینیاپولیس ښار کې د فدرالي قانون پلي کوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
ایلیون ماسک په خپله ایکس پاڼه دغه څرګندونه چې لیکلي یې دي «Time to invoke the Insurrection Act»؛ وروسته له هغه مطرح شوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، که وضعیت له کنټرول ووځي، نو د نظم د ټینګښت لپاره به د معترضینو پر وړاندې له قانوني چلند څخه کار واخیستل شي.
دا تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې په مینیسوټا ایالت کې د ICE (د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې) له ښکېلتیا سره تړلې دوه ډزې وشوې، چې ورپسې د فدرالي ځواکونو او د ICE ضد لاریونوالو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې.

