امریکایي میلیاردر ایلان ماسک د ایران د مذهبي مشر علي خامنهاي د یو ګواښونکې پوسټ په غبرګون کې په کنایه ویلي: «امریکا شیطان بزرگ ده، که تر ټولو لوی شیطان؟»
دا څرګندونې ماسک هغه مهال کړي، کله چې خامنهاي په ایکس کې اسراییل ته خبرداری ورکړی و، چې که پر ایران حمله وکړي، درنه بیه به پرې کړي.
د «شیطان بزرگ» اصطلاح لومړی ځل د ایران بنسټګر آیتالله خمیني د امریکا لپاره کارولې وه.

