د ایلان ماسک شرکت X.A.I اعلان کړی چې د امریکا د دفاع وزارت به د دې شرکت هوښیار چتبات “ګراک” کارول پیل کړي.
دغه شرکت ویلي، چې “ګراک د دولت لپاره” لړۍ یې پیل کړې او دا لړۍ د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیاوو ټولګه ده.
د پولیتیکو د راپور له مخې، دا تړون د ایلان ماسک د هوش مصنوعي پروژې لپاره یو مهم ګام دی.
ماسک دغه پروژه د اوپنایآی مستقیم سیاله بللې، چې وروستیو کې یې هم د امریکا د حکومت سره په دفاعي او ټکنالوژۍ برخو کې قراردادونه کړي دي.

