د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو څار بنسټ په یوه ګډه اعلامیه کې د ډسمبر له ۲۸مې نېټې راهیسې په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د ځپنې کړنې غندلې.
دغو بنسټونو ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د سولهییزو معترضانو د تیتولو، وېروولو او سزا ورکولو لپاره له ناقانونه زور، ګرمو وسلو او پراخو خپلسري نیونو کار اخیستی دی.
د بشري حقونو دغو بنسټونو زیاته کړې چې د ایران د امنیتي ځواکونو، په شمول د سپاه پاسداران او د انتظامي پولیسو، په ناقانونه ډول د وسلو کارولو، ساچمهیي ټوپکونو، د اوبو پاشونکو موټرو، اوښکېبهونکي ګاز او وهلو ټکولو ته لاس اچولی دی.

