په ایران کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې او اعتصابونه روان دي.
راپورونه وایي، د ملي اسعارو د ارزښت کمېدو، د تورم د لوړې کچې او د لومړنیو توکو د بیو د زیاتوالي خلکو ته جدي اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د تهران د لوی بازار په ګډون په څو ښارونو کې دوکاندارانو او سوداګرو خپل کاروبارونه تړلي او د اقتصادي وضعیت پر وړاندې یې اعتراضونه کړي دي.
معترضین د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ نیوکې کوي او د ژوند د لګښتونو د کنټرول غوښتنه لري.
ځینې راپورونه ښيي، چې په محدودو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او مظاهرهچیانو ترمنځ لفظي شخړې او نښتې رامنځته شوې دي، خو تر دې دمه د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

