د ایران د شمالي خراسان ولایت په اسفراین ښار کې د روانو لاریونونو پر مهال تاوتریخوالي خونړۍ بڼه خپله کړې، چې په پایله کې یې یو لوړپوړی ایراني څارنوال او څو امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د ولایتي قضايي چارواکو د معلوماتو له مخې، علياکبر حسېنزاده، د عامه او انقلابي څارنوال په توګه، د امنیتي او پولیسو ځواکونو ترڅنګ ښار ته تللی و څو د وضعیت څارنه وکړي، خو لاریون کوونکو هغه ټریلر ته اور واچاوه چې نوموړی او امنیتي ځواکونه پکې مېشت وو.
چارواکي وایي، د اورلګېدنې له امله بیړني مرستندوی ټیمونه ونه توانېدل پر وخت د پېښې ځای ته ورسېږي، چې له کبله یې یادو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

