ایران په یوه رسمي لیک کې ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، تهران به په سیمه کې د دښمن پوځي اډې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د امریکا له لوري د زور کارولو پرلهپسې ګواښونه د امریکا د منشور څخه ښکاره سرغړونه ده او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.
په لیک کې راغلي چې ایران به د خپلې خاورې، حاکمیت او ملي ګټو د دفاع لپاره له ټولو مشروع لارو چارو کار واخلي.
تهران همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زور او ګواښونو پر ځای د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ملاتړ وکړي.


