د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني تایید کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو دوهم پړاو به د شنبې په ورځ، د اپرېل پر ۱۹مه، د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.
تایاني ویلي، دا پرېکړه د دواړو خواوو او د منځګړي هېواد، عمان، د غوښتنې پر بنسټ شوې ده او ایټالیا یې مثبت ځواب ورکړی دی.
تر دې وړاندې، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و، چې دواړو لوریو مثبت او رغوونکی بللی و.
د بلومبرګ خبري آژانس د راپور له مخې، دغه خبرې هممهاله له هغه سفر سره ترسره کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جېډي وِنس یې ایټالیا ته لري.
بلخوا، امریکا خبرداری ورکړی، که له ایران سره خبرې ناکامې شي؛ نو د پوځي اقدام انتخاب به له اجنډا بهر نه وي.

