پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانایران او افغانستان؛د کانونو او ګډې اقتصادي سیمې پر پراخو همکاریو هوکړې...

ایران او افغانستان؛د کانونو او ګډې اقتصادي سیمې پر پراخو همکاریو هوکړې ته نږدې شوي

ایران له افغانستان سره د کانونو او صنعت په برخو کې د پراخو همکاریو اعلان کړی دی.

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمېسیون غړي امیر توکلي‌رودي ویلي، د افغانستان کانونه د ایران د صنعت لپاره ستراتېژیک اهمیت لري او تهران هڅه کوي په دې سکتور کې پراخې پانګونې وکړي.

توکلي‌رودي وايي، دواړه لوري د پولې په دواړو غاړو د ګډې اقتصادي او کاني سیمې د جوړولو پر پلان کار کوي او ایران به د کانونو د اکتشاف، کېندنې او تولید په برخه کې له طالبانو سره تخنیکي مرسته کوي.

د کانونو تر څنګ، د ایران یو لوړپوړی پلاوی هرات ته تللی څو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې امکانات و ارزوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here