د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد د رسمي سفر پر مهال په تهران کې د ایران د روغتیا وزارت له معین او د خوړو او درملو سازمان له رئیس مهدي پیرصالحی سره لیدنه کړې ده.
ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یاد سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني هم ګډون درلود.

دواړو لورو په دې ناسته کې د درملو د تأمین، تخنیکي تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

