ایراني رسنۍ وايي، په مشهد ښار کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو د اسراییلي بریدونو په غبرګون کې د ایران ملاتړ څرګند کړی دی.
راپورونه ښيي چې دغه کډوال د یو لړ دیني مراسمو پر مهال ویلي، د ایران تر څنګ ولاړ دي او که اړتیا وي، جهاد ته چمتو دي.
ګډونوالو د اسراییلو بریدونه سخت غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د دې وضعیت د مهار لپاره بېپروا پاتې نه شي.

