ایران د سوریې په یو شمېر سیمو د اسرائیل بریدونه غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې اسرائیل د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا نقض کړې او دغه راز یې د ملګرو ملتونو له منشور هم سرغړونه کړې ده.
د یادونې ده، چې اسرائیل د سوریې په سویدا ښار کې دروزي لږکیو د وژل کېدو له کبله د دغه هېواد پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو.

