ایراني چارواکو د ډونالډ ټرمپ هغه ضربالاجل رد کړی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یې ټاکلی و.
ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایران تر سهشنبې پورې دغه مهمه لاره خلاصه نه کړي؛ نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
هغه دا هم ویلي چې د کړکېچ د دوام په صورت کې ښايي د ایران مهمې زیربناوې، لکه برېښناکوټونه او پلونه، په نښه شي.
په مقابل کې، ایراني چارواکو دا څرګندونې د جګړې پارونه او د جنګي جرمونو هڅونه بللې او ټینګار یې کړی چې که پر حیاتي تاسیساتو برید وشي، نو ایران به ورته متقابل ځواب ورکړي.
ایران مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د دې هېواد پر مهمو تاسیساتو هر ډول پوځي اقدام به له سخت غبرګون سره مخ شي.

