یکشنبه, اپریل 12, 2026
Homeکورپاڼهایراني رسنۍ:د امریکا زیاتې غوښتنې د تهران–واشنګټن د خبرو د ناکامۍ لامل...

ایراني رسنۍ:د امریکا زیاتې غوښتنې د تهران–واشنګټن د خبرو د ناکامۍ لامل شوې

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ شاوخوا ۲۱ ساعته اوږدې خبرې او ډیپلوماتیکې هڅې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د تسنیم، فارس او صدا و سیما په ګډون رسنیو ویلي، چې د امریکايي لوري زیاتو غوښتنو د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي هوکړې مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې، که څه هم مذاکرات اوږده او جدي وو، خو د اختلافاتو د حل لپاره کافي پرمختګ ونه شو.

تر دې دمه د ایران پلاوي په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here