یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانایراني رسنۍ:تهران کې د اسرائیل او امریکا په توغندیزو بریدونو کې د...

ایراني رسنۍ:تهران کې د اسرائیل او امریکا په توغندیزو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په سوېل کې د ري ښار په سیمه کې د اسرائیلي او امریکايي توغندیزو بریدونو له امله د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په همدې برید کې څلور ایراني وګړي هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ایراني سرچینو ویلي چې برید پر استوګنیزو سیمو شوی، خو د پېښې د دقیقو جزئیاتو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

تر دې دمه په تهران کې د طالبانو حکومت سفارت څه نه دي ويلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here