د ایران په قم ښار کې د مذهبي مشرتابه د ټاکلو بهیر د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوی، خو تر اوسه د نوي مشر نوم رسماً نه دی اعلان شوی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امنیتي اندېښنو له امله د ټاکنو جزییات او د ټاکل شوي مذهبي مشر هویت له عامه خلکو پټ ساتل شوی دی.
راپورونه دا هم وایي چې تر دې وړاندې د مذهبي مشر د ټاکلو لپاره د خبرګانو شورا پر غونډې برید شوی و، چې له امله یې د شورا یو شمېر غړي وژل شوي دي.
په همدې حال کې د امریکا او اسرائیل له لوري خبرداری ورکړل شوی چې که د دوی له خوښې پرته څوک د ایران د مذهبي مشر په توګه وټاکل شي، ښايي هدف وګرځول شي.
له بلې خوا، د اوسني مذهبي مشر علي خامنهیي د زوی مجتبی خامنهیي د ټاکل کېدو په اړه هم اوازې خپرې شوې دي؛ خو د هغه د وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

