د بشري حقونو یو ایراني سازمان “ههنگاو” ویلي، چې د افغانستان یوه محصله سارا ګوهري د سرطان په ۱۵مه د تایباد په پوله د ایران د استخباراتو ځواکونو نیولې او ناڅرګند ځای ته یې وړې ده.
راپور زیاتوي چې هغې مخکې له نیول کېدو په خپل انسټاګرام کې لیکلي و، چې د افغان کډوالو په اړه د خپلواکې څېړنې لپاره تایباد ته ځي.
دغه سازمان وایي، له نیول کېدو لس ورځې تېرې شوې، خو لا هم د هغې د بند ځای، نیول کېدو لامل او سرنوشت په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي.
د یادونې ده، چې سارا ګوهري د تهران پوهنتون د ټولنپوهنې محصله ده.

