سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانایران:نړۍواله ټولنه د افغان کډوالو د ملاتړ په ژمنو کې پاتې راغلې

ایران:نړۍواله ټولنه د افغان کډوالو د ملاتړ په ژمنو کې پاتې راغلې

د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي د نړۍوالې ټولنې پر ژمنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې لازمې مالي مرستې نه برابریږي.

امیر سعید اېرواني ویلي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغان کډوالو اړوند نړۍواله مالي مرسته شاوخوا ۶۰ سلنه کمه شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران نه شي کولای د نږدې شپږ میلیونو افغان کډوالو بار یوازې وزغمي او دا وضعیت د نړۍوالو د ګډ مسوولیت له اصل سره په ټکر کې دی.

د ایران استازي همداراز د زلمي خلیلزاد څرګندونې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ایران یوازې هغه افغان وګړي بېرته ستنوي چې قانوني اسناد نه لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here