کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي د طالبانو حکومت د معارف له وزیر حبیبالله آقا سره لیدلي او د ښوونیزو، تخنیکي او روزنیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د ایران د معارف وزیر ویلي و چې هېواد یې چمتو دی افغان زدهکوونکو ته مجازي زده کړې برابرې کړې دي.
عليرضا کاظمي د ملګرو ملتونو د کډوالو له کمیشنر فیلیپو ګراندي سره په لیدنه کې ویلي، د افغان مهاجرو زدهکوونکي د ایران په ښوونیز نظام فشار راوړی او د ټولګیو ګڼوالی یې زیات کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې ایران چمتو دی د درې اړخیز تفاهملیک له مخې، افغان زدهکوونکو ته زدهکړې ورکړي او د مجازي مکاتبو له مخې رسمي اسناد ورکړي.
ایران وایي، هر کال شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره د افغان کډوالو د زده کړو او هوساینې لپاره لګوي؛ خو د ملګرو ملتونو ونډه په دې برخه کې تر یوه سلنه کمه ده.

