د ایران قضائیه قوې نن اعلان کړی چې محسن لنگرنشین، د موساد استخباراتي شبکې سره د جاسوسۍ او همکارۍ په تور، اعدام شوی دی.
د قضائیه قوې په اعلامیه کې راغلي چې لنگرنشین د اسرائیل د استخباراتي ادارې له افسرانو سره نږدې اړیکې درلودې او د دوی له لوري ورکړل شوي ماموریتونه یې پلي کول.
ویل شوي چې هغه د ترهګریزو عملیاتو په ملاتړ او د سپاه پاسداران د لوړپوړي غړي، حسن صیاد خدایي، د ترور په صحنه کې هم حضور درلود.
صیاد خدایي د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه په ختیځ تهران کې په ډزو ووژل شو.
د میزان خبري آژانس په وینا، نوموړی پخپلو جرمونو اعتراف کړی و او دوه ځله یې په ګرجستان او نپال کې د موساد له افسرانو سره لیدلي وو.

